افغانستان

د طالبانو مشر: د زما اطاعت واجب دي، کنه جګړه به وشي

د طالبانو مشر، هبت‌الله آخندزاده، په قندهار کې د کوچني اختر  د لمانځه په وینا له خلکو او د دې ډلې غړو غوښتنه وکړه چې له هغه پرته له کومه پوښتنې اطاعت وکړي، که چیرې د هغه د حکمونو اطاعت ونه شي، افغانستان به کورنیو جګړو ته ورسره راشي.

آخندزاده چې ځان د «امام» په توګه معرفي کړ او د خپل اطاعت یې «د مسلمانۍ واجب» وبلله، ټینګار وکړ: «که اطاعت ونه کړئ، لکه د ۷۰ لسیزې په شان به داخلي جګړو ته ورشئ. هغه وخت د یو واحد رهبر نه و او ملوک‌الطوایفي حکومت موجود و، چې له همدې امله هېواد په تشدد کې سوځیده.»

هغه زیاتوي چې اوس د متمرکز رهبریت (خپل ځان ته په اشاره) سره، ټولنې باید نظم او یووالي ته غاړه کيږدي ترڅو د تیرو فاجعو تکرار ونه شي.

د طالبانو مشر په خپله وینا کې د جمهوریت دورې قوانینو وغندل او د دموکراسي نظام یې رد کړ. هغه وویل: «موږ ته د غربې قوانینو ته اړتیا نشته. تر هغه چې شریعت حاکم وي، دموکراسي پای ته رسیدلې ده».

د طالبانو مشر، اعلان وکړ چې د افغانستان پخوانی اساسي قانون په بشپړه توګه رد کړی د ده په وینا د طالبانو عدلیه وزارت مکلف شوي دی چې د طالبانو د شریعت د تفسیر پر اساس نوې قوانین ترتیب کړي.

د طالبانو مشر حتی د طالبانو د سترې محکمې د ځینو وړاندیزونو چې په تیر قانون کې اصلاحات راوړي، نه منونکي بلل او ټینګار یې وکړ چې یوازې هغه قوانین چې د طالبانو په نظر سره د اسلامي شریعت سره سم وي، اعتبار لري.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې طالبان وروسته له دې چې په ۱۴۰۰ کال کې د اسد میاشتي افغانستان ته تسلط پیدا کړ، د ښځو د مسئلې او د نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په اړه په خپل منځ کې جدي اختلافات پیدا کړي دي.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې، عباس ستانکزی، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال چې سراج‌الدین حقاني ډلې نږدې دی، د طالبانو مشر څخه د ښځو د کار او تعلیم د محرومولو په اړه سختې نیوکې کړې و.

ستانکزی له دې نیوکې وروسته له هېواد څخه وتلی او تر اوسه په متحده عربي اماراتو کې دی.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button