افغانستانښځې او بشري حقونه

د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نجونو د زده‌کړو پر سر اختلافات

ان‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نجونو د زده‌کړو پر سر اختلافات ورځ تر بلې زیاتېږي. درې جګپوړو طالب چارواکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، ان‌بي‌سي ته ویلي چې د طالبانو د کندهار او کابل ډلو ترمنځ ژور او زیاتېدونکی اختلاف موجود دی.

دغو چارواکو، چې په کندهار ډلې پورې اړه لري، د نجونو د زده‌کړو بندیز یوه «غلطه» او «ناسمه» پریکړه بللې ده. دوی ویلي چې دا محدودیتونه دومره سخت‌ او غیرمنطقي دي چې حتا ځینو لوړپوړو غړو په وروستیو میاشتو کې د دې محدودیتونو د لغو کولو غوښتنه کړې ده.

یوه چارواکي دې رسنۍ ته ویلي: «ځیني طالب مشرانو په ښکاره د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کړی او باور لري چې دا چاره به پر مشرتابه مثبت اغېز ولري».

نوموړي زیاته کړې، چې «له بده مرغه د هغوی دا وړاندیزونه نه دي منل شوي، بلکې ځینو دا داسې تعبیر کړې، چې ګواکې هغوی د ملا هبت‌الله پر مشرۍ اعتراض کوي».

په ځواب کې، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د طالبانو دننه هر ډول اختلاف رد کړی، خو منلې یې ده چې «کله ناکله د خلکو ترمنځ د نظر اختلاف موجود وي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي، چې له امریکا سره خبرو کې یې کلیدي رول درلود، د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په میاشت کې د نجونو د زده‌کړو د بندیز مخالفت وکړ.

هغه ویلي و چې دا پرېکړه له اسلامي شریعت سره برابره نه ده. ستانکزي، چې د طالبانو له مهمو څېرو ګڼل کېږي، د طالبانو د مشر له سیاستونو ناخوښي ښودلې او د اعتراض په ډول له هېواده متحده عرب امارات ته تللی دی.

د طالبانو دې چارواکي دا د «غیرمسئولانه او غیرمنطقي سیاستونو» پر ضد د احتجاج نښه بللي دي.

په رپوټ کې د دې سرچينو له قوله راغلي چې ملا عبدالغني برادر، د طالبنو ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال هڅې کړي دي ستانکزي ته قناعت ورکړي چې هېواد ته ستون شي، خو نوموړی تر اوسه په بیرته تګ نه دی قانع شوی.

د یونیسف رپوټ له مخي د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره نږدې ۲،۲ میلیونه افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button