
امریکا د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو وګړو د دې هېواد ته د ورتګ محدودوي
د رويټرز خبري اژانس د خپلو باخبره سرچينو او د ټرمپ د حکومت يو داخلي يادداشت په نقل کې راپور ورکړی دی چې د امریکا چارواکي د دې باندې غور کوي چې د افغانستان په شمول ګڼو هېوادونو وګړو ته د دې هېواد د سفر پر وړاندې نوي محدوديتونه وضع کړي.
دا طرحه چې لا تر اوسه نهايي شوې نه ده، هېوادونه په درې ډلو وېشلي او هرې ډلې لپاره بېلابېل محدوديتونه وړاندیز شوي دي.
د لسو هېوادونو وګړي، چې پکې افغانستان، ايران، سوریا، کوبا او شمالي کوریا شامل دي، به د امریکا د ویزو د صدور په بشپړه توګه تعلیق سره مخ شي. مخکې له دې، نیویارک ټایمز د دې هېوادونو نوملړ خپور کړی و.
نور پنځه هېوادونه به د “نسبتي ویزو تعلیق” سره مخ شي چې په دې کې د سیاحتي، تحصیلي او کډوالۍ ویزې شاملې دي، که څه هم ځینې استثناوې هم په نظر کې نیول شوي دي. د دې هېوادونو نومونه په دې یادداشت کې نه دي ذکر شوي.
دریم ګروپ چې ۲۶ هېوادونه پکې شامل دي، که چیرې د دې هېوادونو حکومتونه د “امنیتي معلوماتو کمبود” یا د امریکا سره د همکارۍ لپاره هڅه ونکړي په راتلونکو ۶۰ ورځو کې، د ویزې د نسبتي تعلیق سره مخ شي.
یو امریکایی چارواکي چې هویت یې نه دی افشا شوی، رويټرز ته ټینګار کړی چې دا لست کیدای شي مخکې له دې چې په نهايي توګه تصویب شي، بدلون ومومي او لا تر اوسه د لوړپوړو چارواکو لکه د بهرنیو چارو د وزیر لخوا تایید شوی نه دی. رويټرز همدارنګه اشاره وکړه چې د هېوادونو د ډلې جوړولو معیارونه او د محدودیتونو د پلي کولو څرنګوالی لا مشخص نه دی.
دا طرحه د ټرمپ د حکومت د سختو سیاستونو په لړ کې مطرح شوې ده چې د کډوالۍ او د سرحدونو د امنیت کنټرول لپاره غوره شوي دي. هغه په لومړي دوره کې هم د ځینو مسلمان اکثریتي هېوادونو د وګړو د امریکا ته د ورتګ محدودیتونه وضع کړي وو.