
د افغانستان خبريالانو مرکز راپور ورکوي چې سره د دې چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی و چې د «بیګم» او «ځوانانو» راډیوګانو ته د بیا فعالیت اجازه ورکول شوې، خو د دې راډیوګانو دفترونه په کابل کې لاهم نه دي پرانیستل شوي.
دې مرکز یکشنبې، د کب ۵ (۲۳ د فبرورۍ) د باخبره سرچینو په حواله ویلي چې نه یوازې د دې راډیوګانو دفترونه بند دي، بلکې د بیګم راډیو دوه کارکوونکي چې نیول شوي و، تراوسه پورې خوشې نه دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پرون اعلان وکړ چې دې دوو راډیوګانو ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده. دغه وزارت همدارنګه زیاته کړي و چې د دې راډیوګانو مسؤلینو وعده کړې چې د طالبانو د پالیسۍ او د ژورنالېزم اصولو سره سم فعالیت وکړي او د هر ډول سرغړونو څخه ځان وژغوري.
د افغانستان خبریالانو مرکز د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې دوو راډیوګانو د فعالیت د بیا پیل پرېکړه هرکلی کړی دی، خو په ورته وخت کې د دې راډیوګانو اړ ایستلو ته چې «له رسنیو د قانون څخه پورته ژمنې» ورکړي او د هغوی د کارکوونکو د نیولو دوام غندلی دی. دې مرکز د بیګم راډیو د دوه نیول شوو کارکوونکو د بې درکه کولو لپاره د هغوی فوري خوشې کیدو غوښتې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سلواغې ۱۶ مه نېټه اعلان کړی و چې د جواز د سوء استفادې او د یوه بهرني ټلویزیون لپاره د پروګرام جوړولو له امله یې د بیګم راډیو خپرونې بندې کړې دي.
د دې پرېکړې وروسته، بیګم راډیو راپور ورکړی و چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو او د طالبانو استخباراتو ځواکونو د دې راډیو دفتر ته یرغل کړی او دوه نارینه کارکوونکي یې نیولي دي، همچنان د ښځینه خبریالانو کمپیوټرونه، هارډ ډیسکونه، اسناد او موبایل ټیلیفونونه له ځان سره وړي دي.
بيګم راډیو، چې د ۲۰۲۱ ز کال د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت رامنځته شو، د فرانسې ته مېشتې افغانې «حمیده امان» له خوا تاسیس شوی او د ښځو لپاره د خپلواکې خپرونې په موخه کار کوي. نږدې ۹۰ سلنه کارمندانې یې ښځې دي. جوانان راډیو هم د همدې مؤسسې له خوا چلېږي او له بيګم سره په یوه ودانۍ کې موقعیت لري.