
د افغانستان خبریالانو مرکز: طالبانو په تلویزیونونو کې سیاسي خبرې بندې کړې دي
د افغانستان خبریالانو مرکز (AFJC) اعلان کړی چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوه حکم په صادرولو سره په کابل کې د تلویزیونونو کې د هر ډول سیاسي او اقتصادي خبرو اترو خپرول بند کړي دي.
دغه مرکز نن جمعه، سلواغې ۲۶مه (۱۴ د فبروري) په یوه خبرپاڼه کې دغه نوي حکم د طالبانو د «باقي پاتي لږو انتقادي غږونو د ځپلو» او د «یوې غږیزې پالیسي د تحمیلولو» هڅه بللې او غندلي دی.
په خبرپاڼه کې د کابل له ځینو محلي سرچینو څخه نقل شوي چې دغه حکم په شفاهي توګه د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې ۲۳مه (۱۲ د فبروري) د کابل ځینې تلویزیوني شبکو ته ورکړل شوی دی او خبریالانو نن تایید کړه چې دغه محدودیتونه نه یوازې په سیاسي بحثونو بلکه په اقتصادي خبرو اترو چې د طالبانو حکومت ته چلنج ورکوي هم بند دي.
د خبرپاڼې له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت طالبانو ویلي چې که اړتیا وي، رسنۍ یوازې د طالبانو د رسمي ویاندانو سره مرکه کولی شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر اوسه په دې اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
دغه بنسټ د طالبانو څخه غوښتي چې د سختو محدودیتونو د تحمیلولو پر ځای د افغانستان د رسنیو قانون ته چې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا د تطبیق وړ بلل شوی و، عمل وکړي او د بیان آزادۍ ته د یوه دیني او قانوني حق په توګه درناوی وکړي.
طالبان له بیا واکمنېدو وروسته پر خبریالانو او رسنیو باندې سخت محدودیتونه ولګول چې له دې محدودیتونو سره د ډېرو رسنیو فعالیتونه بند شوي دي.