
د کډوالۍ نړیوال سازمان: د ۸ میاشتو په اوږدو کې ۲.۴۳ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي، چې له سپټمبر ۲۰۲۴ څخه تر اپرېل ۲۰۲۵ پورې، شاوخوا ۲.۴۳ میلیونه بېاسناده افغان کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
یاد سازمان نن (سې شنبه، د وري ۲۶مه / ۱۵ د اپرېل ) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له دې شمېر څخه ۵۴ سلنه کسان جبري توګه شړل شوي دي.
یاد سازمان زیاته کړې، چې تر اوسه یې ۱،۳۰۰،۵۶۳ کسانو ته د افغانستان په پولو کې لومړنۍ مرستې لکه خواړه، اوبه، روغتیايي خدمات او رواني ملاتړ برابر کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې یوازې د اپرېل میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې ۶۰ زره کډوال له پاکستانه د تورخم او سپینبولدک له لارې افغانستان ته شړل شوي، چې له دې ډلې ۱۰،۶۴۱ کسانو ته مرستې برابرې شوې دي.
دې نړیوالۍ سازمان ټینګار کړی چې د کډوالو شړلو دوام به تر ۲۰۲۵ پای پورې د ۱.۶ میلیونه افغانانو، چې بېاسناده کډوال او د پاکستان تابعیت کارت لرونکي هم پکې شامل دي، ژوند ته ناوړه اغېز ورسوي.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر، میهیونګ پارک، د دې ادارې له خوا د بېرته ستنو شویو کسانو سره پر مرستو ټینګار کړی او دا یې د سازمان د لوړې کاري وړتیا او ژمنتیا نښه بللې.
هغې د کډوالو د شړلو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «له پاکستانه د کډوالو د شړلو له زیاتوالي سره، د پولو او د بېرته ستنو شویو خلکو د مېشتېدنې په سیمو کې بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي. د دې اړتیاوو پوره کولو ته یوازې د اضافي بیړني بودیجې په برابرېدو سره ځواب ورکول کېدای شي.»
یاد سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي، چې افغان کډوال دې جبري نه شړي، مګر دا چې د هغوی د رضاکارانه، باعزته او خوندي بېرته ستنېدو شرایط برابر شي.
آی.او.ام ټینګار کړی، چې د کډوالو شړل پرته له دې چې د هغوی قانوني وضعیت ته پام وشي، د افغانستان بشري کړکېچ نور هم د زیاتوالی لامل ګرځي.
د افغان کډوالو د شړلو دا بهیر په داسې حال کې زیات شوی، چې افغانستان له اقتصادي بحران، سیاسي بېثباتۍ، بیکارۍ او پراخې بېوزلۍ سره مخ دی.