افغانستان

د بریتانیا خپرېدونکې: سراج‌الدین حقاني په متحده عربي اماراتو کې له اشرف غني سره لیدلي

په بریتانیا کې د ایندپندنت آنلاین خپرېدونکې، له باخبره سرچینو په حواله ادعا کړې چې سراج‌الدین حقاني په خپل سفر کې متحده عربي اماراتو ته، له محمد اشرف غني مخلوع افغان ولسمشر سره لیدلي دي.

دغه خپرېدونکې نن چهارشنبه ۱۶ د غبرګولي/ ۵ جون په یوه راپور کې لیکلي چې دغه لیدنه پرون سه شنبه ۱۵ د غبرګولي/ ۴ جون د ښاغلي غني د قانوني ریاست دورې د پای په درشل کې په ابوظبي، د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کې ترسره شوې ده.

نشریې د سرچینو په وینا لیکلي چې د اشرف غني د ریاست دورې پای او د قطر راتلونکې غونډې په اړه له دې لیدنې سره هم مهاله، ګمان کیږي چې دغه لیدنه په راتلونکې د قطر غونډه کې طالبانو ته مشروعیت ورکولو هدف لري.

دغه خپرېدونکې همدارنګه د سرچینو په حواله ادعا کړې چې د متحده عربي اماراتو دولت دغه ناسته تسهیل کړې ده.

د جمهوري دولت له سقوط وروسته په ۲۴ زمري ۱۴۰۰ لمریز کال/۱۵ اگست ۲۰۲۱ میلادي کې، ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي وو چې د پخواني ولسمشر له نږدې کړۍ لوړ پوړو مقاماتو له حقاني شبکې سره په تماس کې وو، ترڅو حکومت دې طالبانو ته وسپاري.

سراج الدین حقاني په یوه اعلان نه شوي سفر کې، د طالبانو د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق او خپل ورور انس حقاني سره، متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د دغه هېواد له امیر (رئیس) شیخ محمد بن زاید آل‌نهیان سره یې لیدلي دي.

دا لومړی سفر دی چې ښاغلی حقاني یې کوي، په داسې حال کې چې نوم یې د امریکا متحده ایالاتو د تعقیب وړ کسانو په لیست کې شامل دی او د هغه نیولو ته چې هر ډول معلومات ورکړي، لس میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button