افغانستان

د طالبانو لخوا د بامیانو د شل زره ټنه جست استخراج او پلورل

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د بامیانو د یکاولنګ له کانونو څخه شل زره ټنه جست استخراج او پلورل شوی دی. د دې وزارت په وینا، دا اندازه جست نږدې اته میلیونه ډالرو په ارزښت یوې کورنۍ کمپنۍ ته پلورل شوې ده.

شهاب‌الدین دلاور، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، په افغانستان کې له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په داوطلبۍ کې د ۳۱ شرکتونو له منځه یوه شرکت د لوړ نرخ په وړاندې کولو سره بریالۍ شوې ده.

دلاور ویلي چې د جست پلورل به د طالبانو د نظام د پیاوړتیا او د افغانستان د ځان بسیاینې لامل شي.

د بریالۍ کمپنۍ مسوول هم په خبرو کې ویلي چې دوی به دا جست لومړی ایران ته ولېږدوي او له پروسس وروسته به یې اروپايي هیوادونو ته وپلوري.

له بلې خوا، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان، خبر ورکړی چې په غور، بامیان او کندهار ولایتونو کې یې له یو شمېر کورنیو شرکتونو سره تړونونه هم کړي دي.

د افغانستان د کانونو چور او په داخل کې یې د پروسس نشتوالی او په ارزانه بیه صادرات هغه تلپاتې ستونزې دي چې په هېڅ حکومت کې ورته رسېدنه نه ده شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button