
افغانستان
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت: د آمو دریا حوزې ۶۰ زره ټنه خامه تیل وپلورل شول
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت اعلان کړی چې ۶۰ زره ټنه خامه تیل د آمو دریا له سیمې څخه استخراج شوي او د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
دې وزارت پرون د سه شنبې په ورځ، د جوزا په ۸/ د می په ۲۸ نېټه د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا مقدار خامه تیل له قشقري سیمې څخه استخراج شوي او په یوه شفافه داوطلبۍ پروسه کې د ۳۳ ملیون ډالرو په قیمت پلورل شوي دي.
د دې وزارت په وینا، د ۱۸ داوطلبو شرکتونو څخه، “یما پترولیم” شرکت د لوړې بیې په وړاندې کولو سره د دې داوطلبۍ ګټونکی شوی دی.
د آمو دریا نفتي حوزه په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې چې د هیواد په شمال کې موقعیت لري او د هغې استخراج له یوې چینایي شرکت (CPEIC) سره په ۱۴۰۱ کال کې د ۲۵ کلونو لپاره قرارداد شوی دی.