
د هرات-خواف د ریل پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز کار پيل شو
د طالبانو چارواکو په هرات کې د هرات-خواف د ریل پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز د ساختماني کارونو پرانیسته وکړه.
بختالرحمن شرافت، چې د طالبانو تر مدیریت لاندې د ریل پټلۍ ادارې مشر دی، نن یکشنبه، د غبرګولي ۶مه/ د می ۲۶مه، رسنیو ته ویلي چې د هرات-خواف د ریل پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز ساختماني کارونه د ۵۳ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د “ګاما ګروپ” شرکت ته سپارل شوي دي.
ښاغلي شرافت زیاته کړې چې دا فاز به د ۴۷ کیلومتره په اوږدو کې د زندهجان ولسوالۍ د “پریان” کلي څخه تر د هرات هوایي ډګر پورې په یو نیم کال کې بشپړ شي.
د هرات-خواف ریل پټلۍ، چې ۲۶۶ کیلومتره اوږدوالی لري، افغانستان د ایران د ریل پټلۍ شبکې سره نښلوي.
د دې ریل پټلۍ درې قطعې د ایران له خوا جوړې شوې دي او یوه قطعه یې په افغانستان کې په دوو فازونو ویشل شوې ده. د څلورمې قطعې د لومړي فاز کار په ۱۳۹۹ کال کې په افغانستان کې پیل شوی و.