
د عدالت نړیوالې محکمې د رفح ښار د عملیاتو د بندولو امر کړی دی.
له هغه وروسته چې د سویلي افریقا لخوا د اسراییلو د عملیاتو د سمدستي ودرولو غوښتنه شوې او ويل شوي، چي اسراییلو د رفح ښار په خپله محاصره کې راوستی، د جرمونو نړیوالې محکمې نن د رفح ښار د عملیاتو سمدستي ودرولو امر وکړ.
د عدالت د نړيوالې محکمې نننۍ غونډه د لبنان د قاضي نواف سلام په مشرۍ جوړه شوه او اسرائيلو ته هم امر وشو چې د رفح سرحدي بندر د بشري مرستو لپاره پرانيزي، مفتشانو او د حقيقت موندنې ماموريتونو ته اجازه ورکړي چې د جنګ سيمو ته خوندي تګ راتګ وکړي او د دې حکمونو د عملي کېدو رپورټ به په يوه مياشت کې عدالت ته وړاندې شې.
جنوبي افریقا د غزې د جګړې له زیاتېدو او د ملکي تلفاتو له زیاتېدو وروسته پر اسراییلو د فلسطینیانو د نسل وژنې تور پوري کړی.
څو ورځې وړاندې د دغې محکمې لوی څارنوال د اسرائیلو سیاسي او پوځي مشران د بشریت ضد جنایتونو په تور تورن کړل او د هغوی د نیولو غوښتنه یې وکړه.
د هاګ نړیواله محکمه د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی او دا واک لري چې د افرادو یا حکومتونو لخوا د انسانیت ضد جرمونو او نسل وژنې قضیې وڅیړي.