افغانستان

طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې

د ازادي راډیو د راپور له مخي طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې ده.

 

د حامد کرزي یوه نژدې کس شهزاده مسعود نن دوشنبه ازادي راډیو ته ویلي دی چې کرزی نن سهار د درملنې لپاره جرمني ته روان شوی دی.

 

راپور زیاته‌ کړې ده چې یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي دی د هغه یوه سترګه وړې جراحۍ ته اړتیا لري.

 

دغه سرچینه وایي، تېر یوه کال کې جرمني، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو حامد کرزي ته د رسمي سفر بلنې لېږلې وې، خو د طالبانو حکومت د رسمي سفر اجازه نه ورکوله.

 

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته حامد کرزی په ۲۰۲۳ کال کې جرمني او بریتانیا ته تللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button