
ادبي او کلتوريافغانستانتاریخيټولنیزخبرې اترېراپورونهژباړهسیاسيښځې او بشري حقونهمذهبيملټي میډیانړۍ
په افغانستان کې د ۵۰ سلنه راډیوګانو خپرونې بندې شوې دي
په داسې حال کې چې د راډیو نړیواله ورځ په نېږدې کېدو ده، د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه وايي چې د طالبانو د واکمنۍ له امله په افغانستان کې ۵۰ سلنه راډیوګانې سقوط شوې دي.
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان نن په یوه پیغام کې ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د راډیوګانو خپرونې محدودې دي او د نورو خبریالانو په څېر د راډیو لوی شمېر خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
دغه رسنيز سازمان احصايې ورکړي چې دجمهوري رياست له نسکوريدو مخکې په افغانستان کې ٤٣٨ راډيوګانې خپرونې درلودې. خو کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د دغو راډيوګانو پنځوس سلنه خپرونې بندې شوې.