
ادبي او کلتوريافغانستانتاریخيټولنیزخبرې اترېراپورونهژباړهسیاسيښځې او بشري حقونهمذهبيملټي میډیانړۍ
د اسلامي امارت د سیاستونو پر ضد د ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب
د تمنا پرواني د لوږې له اعتصاب وروسته د جرمني په کولن ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې، په ناروې، پاکستان او افغانستان کې نورو ښځو او نجونو د تمنا په ملاتړ د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ.
د ناروې او پاکستان د پارلمان مخې ته یو شمېر نجونو له یوې اونۍ راهیسې د نه خوړلو په ۱۲ ورځني اعتصاب لاس پورې کړی او له نړیوالې ټولنې غواړي چې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.
بلخوا د افغانستان په شمال کې په تخار او بدخشان ولایتونو کې د افغان ښځو د غورځنګ غړو له دوو ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.
په افغانستان کې اعتراض کوونکي نجونې چې په دې وروستیو کې یې د اوسني نظام د سیاستونو پر ضد په اعتصاب لاس پورې کړی وايي، تر هغو به اعتصاب ته دوام ورکړي چې نړیواله ټولنه د ښځو غوښتنو ته پام ونه کړي.