افغانستان

یونیسف: یو پر درېیم افغان ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې یو پر درېیم افغان ماشومان له ښوونځي څخه پاتې دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ۶۰ سلنه دغه ماشومان نجونې دي چې د زده‌کړې له جدي خنډونو سره مخ دي.

یونیسف د چهارشنبې په ورځ (۳۱ د غویي/ د مې ۲۱مه)، په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې د پراخو ننګونو سره سره، دا اداره د آسیايي پراختیايي بانک په همکارۍ د ځوانو نجونو لپاره د ښوونیزو ټولګیو د جوړولو هڅې کوي.

په راپور کې راغلي، چې افغان نجونې، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، له رسمي زده‌کړو محرومې شوې دي. طالبان نه یواځې متوسطه او لیسه ښوونځي نجونو ته تړلي، بلکې په وروستیو کې یې په یو شمېر ولایتونو کې محلي ټولګي هم بند کړي دي.

یونیسف ټینګار کړی، چې هڅه کوي د “چټکو زده‌کړو مرکزونو” له لارې نجونو ته د زده‌کړې دوام زمینه برابره کړي، څو د تعلیمي شاته پاتې کېدو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې ټولنې څو وارې له طالبانو غوښتي، څو د نجونو پر زده‌کړه لګېدلي بندیزونه لرې کړي، خو تر اوسه په دې پالیسیو کې کوم محسوس بدلون نه دی راغلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button