
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې له پنځه زره ډېرې افغان مېرمنې یې د کاروبار خاوندانې کړې دي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې د جاپان د حکومت په مالي ملاتړ یې توانېدلي دي چې په ټوله افغانستان کې له ۵۱۰۰ ډېرې مېرمنې وهڅوي څو خپل شخصي کاروبارونه پیل کړي.
یادې ادارې د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۸مه (۱۸ د مې) د ایکس په رسمي حساب کې لیکلي چې دا ښځې د ورکړل شويو مرستو په وسیله توانېدلي دي چې خپلې سوداګرۍ پیل کړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې دوی لا هم هڅه کوي څو د افغانستان ښځو او نجونو ته د مهارتونو د زده کړې زمینه برابره کړي او هغوی وتوانېږي چې د خپل ټولنې د پیاوړتیا برخه وګرځي.
په پیغام کې ویل شوي چې د ښځو بریا په کاروبار او عاید ترلاسه کولو کې نه یوازې د اوسنۍ ګټې سبب کېږي، بلکې د افغانستان د راتلونکو نسلونو د خوندیتوب لپاره هم ارزښت لري.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي و، تېر کال یې په کوچنیو او منځنیو کاروبارونو کې د ۷۵ زرو ښځو او نجونو ملاتړ کړی دی.
یادې مرستې داسې وخت کې ترسره کېږي چې طالبان د ښځو پر کار او فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. اوسمهال، یواځې د لاسي صنایعو، خیاطۍ او شخصي تجارتونو په څېر محدودې دندې د ښځو لپاره پاتې دي.
ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې د ښځو پر کار د بندیز دوام د افغانستان بشري بحران لا پسې ژور کړی او د میلیونونو خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی.