افغانستان

په افغانستان کې د قوش‌تېپې کانال جوړېدو د قزاقستان اندېښنې راپارولي دي

د قزاقستان چارواکي وايي چې د افغانستان د قوش‌تېپې کانال جوړېدل کولای شي د دوی د اوبو امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړي.

د قزاقستان د اوبیزو سرچینو مرستیال، اصلان عبدالرحیم‌اوف، په استانه کې یوې غونډې ته ویلي، چې د دغه کانال جوړېدل د سیردریا سیند د اوبو په کمښت تمامېدای شي.

د “ټایمز اف سنټرل اسیا” ورځپاڼې د راپور له مخې، د “بایتاق قزاقستان” ګوند مشر هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ښايي قوش‌تېپې کانال د امو سیند ۲۵ تر ۳۰ سلنه اوبه واړوي.

د قزاقستان د چارواکو په وینا، که قوش‌تېپې کانال جوړ شي، ازبیکستان او ترکمنستان به لږې اوبه ترلاسه کړي، او دا به په پایله کې قزاقستان ته د سیردریا سیند د اوبو کچه ۴۰ سلنه راکمه کړي.

د راپور له مخې، د قوش‌تېپې کانال پروژه د استانې په یوه نړیوال کنفرانس کې د بحث یوه مهمه موضوع وه. د تاجیکستان، قرغیزستان، افغانستان او ترکمنستان استازو د اوبو د وېش او د سیمې پر اوبو د دې پروژې احتمالي اغېزو بحث کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button