
شکردخت جعفری د الهامبښونکو نړیوالو ساینسپوهانو په ډله کې شامل شوه
شکردخت جعفری، د افغانستان لومړۍ ښځینه طبی فزیکپوهه، د بریتانیا د سري پوهنتون لخوا د هغو ساینسپوهانو په حلقه کې شامله شوې چې د راتلونکو نسلونو لپاره الهامبښونکي ګڼل کېږي.
اغلې جعفري دا بریا د پنجشنبې په ورځ، د غویي ۲۵مه (۱۵ د می)، په خپل فېسبوک پاڼه کې له خپلو مینهوالو سره شریکه کړه او لیکلي دی: «یوه ورځ وه چې زه دومره باور نه درلودم چې آیا کولی شم خپل ماستري (ماسټري/کارشناسي ارشد) په دې پوهنتون (Surrey University) کې د بریتانوي محصلینو تر څنګ پای ته ورسوم که نه. شک او د ناتوانۍ وېره همیشه راسره وه. خو نن، زما انځور د نړۍ له وتلو ساینسپوهانو سره، د هغو کسانو په حلقه کې چې راتلونکو نسلونو ته الهام بښي، نندارې ته ایښودل شوی دی.»
دا افغان مخترعه په خپل پیغام کې د هیواد ځوانانو ته په خطاب ویلي دي: «د وطن ټولو بچیانو ته دا زما پیغام دی چې خپل ځان مه کم ګڼئ. خپل تمرکز پر دې وکړئ چې خپل علم او مهارتونه نړیوال معیار ته لوړ کړئ. د هڅې، زغم او خپلو وړتیاوو پر باور سره، هېڅ خنډ نشي کولای چې تاسې د علم او ویاړ لوړو څوکو ته له رسیدو منع کړي.»
شکردخت جعفري اصلاً د دایکنډي ولایت اوسېدونکې ده او دا مهال په برېتانیا کې ژوند کوي. هغې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د «کال مخترعه» جایزه هم ګټلې وه.
د هغې له مهمو اختراعاتو څخه یو د «دوز سنج» آله او بله «د درېبعدي وړانګو دوز اندازه کولو» آله ده چې د سرطان د ناروغۍ په پېژندنه او درملنه کې مهم رول لري