نړۍ

‌بیل ګېټس به راتلونکو شلو کلونو کې خپله ټوله شتمني خیریه کارونو ته ځانګړې کوي

بیل ګېټس، د مایکروسافټ شرکت بنسټ‌اېښودونکی او د ټکنالوجۍ او خیریه چارو یو پېژندل شوی شخصیت، د پنجشنبې (د غویی ۱۸مه/ ۸ د مې) اعلان وکړ چې د هغه خیریه بنسټ به تر ۲۰۴۵ کال پورې خپل ټول ۲۰۰ میلیارد ډالري شتمني بشردوستانه چارو ته ځانګړې کړي.

بیل ګېټس، چې ۶۹ کلن میلیاردر دی، وویل چې د خپلې شتمنۍ ۹۹ سلنه د ورکړې ژمنې ته ژمن دی او اوس به دا بهیر ګړندی کړي. نوموړي زیاته کړه چې د هغه خیریه بنسټ به د ۲۰۴۵ کال د ډسمبر په ۳۱مه خپل فعالیتونه پای ته ورسوي.

هغه ټینګار وکړ چې د دې پرېکړې موخه د انسانانو د ځینو لویو ستونزو، لکه د ساري ناروغیو (پولیو او ملاریا) له منځه وړل، د ښځو او ماشومانو د مخنیوي وړ مړینو کمول، او له نړیوال فقر سره مبارزه کول دي.

د ګېټس په وینا، د هغه د خیریه بنسټ کلنی بودیجه به تر ۲۰۲۶ پورې ۹ میلیارده ډالرو ته ورسېږي او له هغه وروسته، د لګښتونو د زیاتوالي له امله، دا شمېره به نږدې ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

له هغو مهمو اقداماتو څخه چې دا بنسټ یې کړي، یو هم په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغۍ پر ضد پراخې مرستې دي؛ هغه دوه هېوادونه چې لا هم له دې ناروغۍ سره مخ دي.

بیل ګېټس په وروستیو کلونو کې د نړیوالې روغتیا او دوامدار پرمختګ پر برخو ځانګړې پاملرنه کړې او دا نوې هڅه یې د بشرپاله اهدافو د پوره کولو په لور یو لوی ګام بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button