
ملګرو ملتونو: د افغانستان له ۷۰ سلنه زیاتې ښځې له بشرپاله مرستو ته د لاسرسي له جدي خنډونو سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د افغانستان له ۷۰ سلنه زیاتې ښځې او نجونې له بشري مرستو څخه د ګټې اخیستنې پر مهال له پراخو ستونزو سره مخ دي.
دغه راپور چې پرون (یکشنبې، ۷ د غویي/ د اپریل ۲۷مه) خپور شوی، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له شل زرو زیاتو کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.
راپور ټینګار کوي چې جنسیتي توپیر، د طالبانو محدودوونکي سیاستونه، او سیسټماټیکې ستونزې، په دغه هېواد کې بشري بحران لا پسې ژور کړی دی.
راپور وایي چې د طالبانو سخت قوانین لکه د محرم نارینه د ملګرتیا شرط، په غیر دولتي او نړیوالو ادارو کې د ښځو کار کول بندول، او له ابتدايي زدهکړو پورته د نجونو د زدهکړې مخنیوی، ښځې له اساسي خدماتو لکه روغتیا، تعلیم او تغذیې څخه بې برخې کړي دي. دا محدودیتونه همداراز د ټولنې د پرېکړو په بهیر کې د ښځو ونډه نادیده نیسي او د دوی اړتیاوو ته رسېدنه مختله کړې ده.
ملګرو ملتونو ویلي، یوازې ۴۳ سلنه زدهکړېو ته د مناسبو نجونو عمر لرونکې نجونې ابتدايي ښوونځیو ته لاسرسی لري او تقریباً هېڅ یوه ۱۳ تر ۱۷ کلنه نجلۍ ته د زدهکړې اجازه نه ورکول کېږي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کوي، چې له زدهکړې محرومېدل د فقر د دورې دوام ته زمینه برابروي او د افغانستان ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته زیان رسوي.
راپور زیاتوي، هغه کورنۍ چې ښځې مشري کوي، له بېکورهتوب، په ژمي کې د ګرم لباس له کموالي، او زیات اقتصادي فشار سره مخ دي.راپور ښيي چې دا کورنۍ ډېر ځله اړ کېږي د ورځې له یوې یا څو خوړو تېر شي، خپل ماشومان له مکتبه وباسي، یا خپلې لوڼې د کم عمر په ودونو واده کړي. د دغو کورنیو پورونه هم د نارینهوو لخوا سرپرست شوو کورنیو په پرتله ډېر دي.
راپور وايي چې د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونه، د ښځینه روغتیایي کارکوونکو کمښت، او مالي ستونزې د ښځو د روغتیايي خدماتو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی. دا وضعیت په ځانګړي ډول د میندو روغتیا، د زیږون کچه، او د ښځو رواني وضعیت اغېزمن کړی. حامله او شیدې ورکونکې ښځې هم له ناوړه تغذیې او ناکافي خوړو سره مخ دي.
راپور خبرداری ورکوي، چې افغان ښځې او نجونې د مدني حقونو له منځه تللو او له ټولنیزې ونډې د محرومۍ له امله، تر پخوا ډېر له جنسیتي تاوتریخوالي، جبري ودونو او بېځایه کېدو سره مخ دي.
دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې طالبان د خپل واکمنۍ له بیا پیل راهیسې په تېرو څلورو کلونو کې پرښځو او نجونو بندیزونه لا زیات کړي دي.