نړۍ

د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس وفات شو

واتیکان په یوه رسمي اعلامیه کې تایید کړې چې د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس وفات شوی دی.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د واتیکان یو لوړپوړي چارواکي کاردینال کوین فارل ویلي چې پاپ د دوشنبې په سهار (۱ د غویي/ د اپرېل ۲۱مه) د ۸۸ کلونو په عمر وفات شوی دی.

واتیکان په خپل رسمي بیان کې ویلي: «نن سهار د ۷:۳۵ بجو په شاوخوا کې، د روم اسقف، فرانسس، د پلار کور ته ستون شو. هغه خپل ټول ژوند د خدای او کلیسا خدمت ته وقف کړی و او موږ ته یې د انجیل ارزښتونه په وفادارۍ، زړورتیا او نړیوال محبت سره را زده کړل، په ځانګړي ډول د بې وزلو او څنډې ته شړل شوو خلکو لپاره.»

پاپ فرانسس د فبرورۍ په ۱۴مه د برانشیت له امله د روم په یوه روغتون کې بستر شوی و. سره له دې چې روغتیایي حالت یې ښه نه و، هغه د ژوند تر وروستیو اوونیو پورې د عامه ناستو برخه وال و، او د فبرورۍ په ۹مه یې هم په یوه پرانیستي مذهبي مراسمو کې ګډون کړی و.

په پاک اختر کې هم پاپ فرانسس د سنت‌پیټرو میدان ته ولاړ، حاضرینو ته یې دعا وکړه، خو د عشای رباني رسمي مراسم یې تقاعد شوي کاردینال آنجلو کوماستري ته وسپارل. پاپ په هغو ورځو کې د تنفس له ستونزو سره مخ و، او خپلې ویناګانې به یې مرستیالان لوستل.

پاپ فرانسس لا له ځوانۍ د تنفسي ناروغیو سره مخ و. هغه چې د ۲۱ کلنۍ په عمر کې یې د خپلو سږو یوه برخه له لاسه ورکړې وه، د سږو له مزمنو ناروغیو او د پلورزي له امله، د تنفسي انتاناتو پر وړاندې ډېر حساس شوی و.

پاپ فرانسس د جنوبي امریکا لومړی پاپ و، چې د ارجنټاین هیواد اوسېدونکی و، او په ۲۰۱۳ کال کې د پاپۍ مقام ته ورسېد. د خپل مشرتابه په موده کې یې د کاتولیک کلیسا په جوړښت کې پراخ اصلاح

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button