افغانستان

فري پولیو: سبا د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین په ټول هیواد کې پیلېږي

د افغانستان د ګوزڼ ضد کمپاین دفتر (فري پولیو) اعلان کړی چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د ملي واکسین درېیم پړاو به سبا ( دوشنبې، ۱ د غویي / د اپریل ۲۱مه) په ټول هېواد کې پیل شي.

دغه دفتر په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «پولیو درملنه نه لري، خو د واکسین له لارې په اسانۍ سره مخنیوی ترې کېدای شي.»

همداراز، دغه اداره له کورنیو غوښتي چې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان، پرته له دې چې مخکې واکسین شوي وي او که نه، باید په دې کمپاین کې شامل کړي. 

په روان کال کې، د پولیو لومړۍ مثبته پېښه د افغانستان په بادغیس ولایت کې ثبت شوې. ناروغه ماشومه یوه پنځه کلنه نجلۍ و چې د بالا مرغاب ولسوالۍ د قروتو کلي اوسېدونکې ده.

په ۲۰۲۳ میلادي کال کې، په افغانستان کې ۱۱۳ چاپېریالي پېښې راپور شوي وې، چې له نیمایي زیات یې د قندهار او هلمند ولایتونو پورې اړوند وې. همداراز، له ۲۵ ثبت شوو انساني پېښو څخه ۱۴ یې په قندهار، ۷ یې په هلمند، ۲ یې په ارزګان او دوه نورې په کنړ او نورستان کې ثبت شوي وې.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې تر اوسه یې د ماشومانو د فلج ناروغۍ بشپړه له منځه نه ده وړې.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button