
د طالبانو د عدليې وزارت امر کړی چې د حکمتیار اسلامي حزب دفترونه وتړل شي، غړي او کارکوونکي يې ونيول شي
د طالبانو عدليې وزارت خپلو ولایتي څانګو ته ته امر کړی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب فعال دفترونه وتړي، د هغوی وسايل ضبط کړي او د دې حزب غړي ونیسي.
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمن حکمتیار نن (دوشنبې، د وري ۲۵مه / ۱۴ د اپریل) په ایکس کې د کندز ولایت د طالبانو د عدليې ریاست د یو مکتوب په خپرولو سره له دې موضوع خبر ورکړی دي.
د دغه مکتوب له مخې، د طالبانو عدليې وزارت د کابینې د پرېکړې پر بنسټ، چې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع کړی دي، ویلي چې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه ممنوع دي، خو بیا هم کله نا کله د اسلامي حزب په نوم فعالیتونه او خپرونې تر سره کېږي.
دغه وزارت ولایتي عدليې ریاستونو ته امر کړی چې د والیانو او د ولایتونو د استخباراتو له ریاستونو سره په همغږۍ، د اسلامي حزب دفترونه مهر و موم کړي، وسایل یې ضبط کړي، او حاضر غړي یې «تر هغه وخته چې توبه ونهکړئ» بندي وکړئ.
همدا راز په دې مکتوب کې امر شوی چې په هغو سیمو کې چې د اسلامي حزب رسمي دفترونه نهوي، اړوند کسان وپیژندل شي او ونیول شي.
حبیبالرحمن حکمتیار د طالبانو دغه اقدام د پخواني کمونستي حکومتونو له کړنو سره تشبیه کړی او ویلي یې دي: «طالبان هم لکه کمونیستان، خپل سیاسي مخالفین دښمنان ګڼي. کمونیستان شرمېدلي او ناکام شول، او دا ډله هم د هماغو شرمېدلو او ناکامو تجربو تکرار کوي.»
طالبانو له دې وروسته چې په ۱۴۰۰ کال کې یې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د ټولو سیاسي ګوندونو فعالیتونه بند اعلان کړل. د دې بندیز په تعقیب، د سیاسي ګوندونو اړوند دفترونه او ټلویزیوني چینلونه وتړل شول، او ۷۵ مدني ټولنې هم تعطیل شوې.
همداراز طالبانو هغه کور چې د پخواني حکومت له خوا د دارالامان په سیمه کې ګلبدین حکمتیار ته ورکړل شوی و، مصادره کړی او هغه یې وزیر اکبرخان ته انتقال کړی دی.