افغانستان

طالبانو د شخصي موټرونه د ټکسي په توګه کارول بند کړل

د طالبانو د ترافیکو ریاست اعلان کړی چې له دې وروسته به، په کابل او نورو ولایتونو کې هیڅ شخصي تېز رفتاره موټر د ټکسي په توګه کار نه‌شي کولای.

دې ادارې په یوه اعلامیه چې نن (یکشنب، د وری ۱۷مه/ ۶ د اپریل) خپور شوې دي، شخصي موټرو چلونکي اړ کړي دي چې د خپلو وسایطو د ټکسي په توګه ثبتولو لپاره د ترافیکو ریاست ته مراجعه وکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي دي: «هغه هېوادوال چې غواړي خپل شخصي موټرونه د ټکسي په توګه وکاروي، کولای شي د شرکت یا شخصي جواز سره د ترافیکو ادارې ته مراجعه او خپل وسیله ثبت کړي».

دا په داسي حال کې ده چې ډیری خلک د بیکارۍ له امله یې د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د شخصي موټرونه د ټکسي په توګه ګټه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button