افغانستان

طالبانو وایي د کوچني اختر په مناسبت د ۲۴۶۳ بندیانو خوشې کړی دی

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د کوچني اختر په مناسبت دوه زره څلور سوه درې شپېته بندیان د دې ډلې له زندانونه خوشې شوې دي.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې چې نن (شنبه، ۹ د وری / د مارچ۲۹مه) خپره شوې راغلی چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ، د درې زره یو سوه دوه پنځوسو نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.

سترې محکمې د اعلامیې له مخې، د بندیانو بخښل او سزا کمول د یو ځانګړې کړنلارې پر بنسټ ترسره شوې دی.

د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې رئیس، احمد یوسف مستري وویل چې اوس مهال د دوی په زندانونو کې ۱۱ زره کسان بندي دي چې په دې کې ۱۰۰۰ ښځې او نږدې ۷۰۰ کوچنيان شامل دي. د هغه په خبره، تیر کال د طالبانو په زندانونو کې له ۲۰ زرو ډیر کسان ساتل کېدل.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په مذهبي اخترونو کې بندیان خوشې کوي. د زندانونو د ادارې په وینا، تیر کال  په  کوچني اختر او لوی اختر کې په ټولیزه توګه ۳۲۰۰ بندیان خوشې شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button