افغانستان

د طالبانو مشر اختریزي پیغام؛ د اسلامي نړۍ سره ښې اړیکې غواړو، داخلي چارو ته مداخلې نه‌منو او د امر بالمعروف ملاتړ کو

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت په یو پیغام کې ویلي دي چې د اسلامي نړۍ سره د «اسلامي ورورولۍ» پر بنسټ ټینګې اړیکې او له نورو هېوادونو سره د اصولو په اساس ګټورې اړیکې غواړي.

هغه په دې پیغام کې نن (پنجشنبه، ۷ د وري/ د مارچ ۲۷مه) په «الاماره» ویبپاڼې  خپور شوي دي د افغانستان د خلکو عقایدو ته درناوی، د داخلي چارو ته د بهرنیو مداخلې ردول او د ثبات او امنیت خوندیتوب ته ټینګار کړی دی.

اخوندزاده ادعا کړې چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت د «فساد د مخنیوي» او «خلکو د اصلاح» په برخه کې بریالۍ دي او د دوی هڅو «د منکراتو کچه» راټیټه کړې.

هغه له طالبانو او عامو خلکو وغوښتل چې د دې وزارت سره په فساد د له منځه وړلو کې همکاري وکړي.

د طالبانو مشر دې غوښتنه په داسې حال کې کړی دي  چې نړیوال سازمانونه او دبشري حقونو مدافعینو د دې وزارت پر کارکوونکي د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو، زورواکۍ او نورو بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګولي دي.

د طالبانو مشر د افغانانو تر منځ د وحدت او اتحاد غوښتنه کړې او ویلي چې: «راځئ، د امنیت او سوکالۍ د ساتنې لپاره خپل اتحاد لا ټینګ کړو.»

هغه د تېرو لسیزو جګړو ته په اشاره وویل: «نن د الله تعالی په فضل کېداي شي چې د امن او خوشحالۍ ورځ ولمانځو، په داسې حال کې چې مخکې به په همدې ورځ بمبارونه کېدل او کورونه ویجاړېدل.»

په دې پیغام کې د اقتصادي پروژو له لارې د خلکو ژوند د ښه‌والې یاد شوي دي او د طالبانو قوانینو ته د دیني علماوو د ملاتړ غوښتنه شوي ده.

په داسې حال کې د طالبانو مشر په پیغام کې د «ښو او ګټورو» بهرنیو اړیکو ټینګار شوې ده چې دې ډلې د نړیوالې ټولنې هغو شرطونو (لکه د ښځو د آزادیو تضمین او ټولګډونه حکومت جوړول) د داخلي چارو ته د بهرنیو مداخلې تر عنوان لاندي نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button