
د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه په دوو ورستیو میاشتو کې راټیټ شوي دي
د طالبانو د احصائیې او معلوماتو ادارې له شمیرو سره سم، په ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې کې د هیواد صادرات ۱۴۴.۲ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي. دا شمیرې د تیرو میاشتو په پرتله، چې مرغومي او لیندۍ میاشتې په کې شاملې دي، ۴۶ میلیون ډالره کمښت ښیي.
د ده ادارې د خپرې شوې احصائیې له مخې چې پرون(دوشنبې، د کب ۲۷مه/ ۱۷ د مارچ) خپور شوي دي، په مرغومي میاشت کې د افغانستان ټول صادرات ۱۶۲.۲ میلیون ډالره وو، خو په سلواغه کې دا رقم ۱۸ میلیون ډالره راکم شو. همدارنګه، د مرغومي میاشتې صادرات د لیندۍ میاشتې په پرتله ۲۸ میلیون ډالره کم وو.
افغانستان تر ټولو ډیر صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته کوي. وچې او تازه میوې، سبزيجات، طبي نباتات او معدني مواد د هیواد اصلي صادراتي توکي دي.
په سلواغه کې د وارداتو کچه هم ۲۱.۱ میلیون ډالره راټیټه ده. د احصائیې ادارې د شمیرو له مخې، د سلواغې پر مهال واردات یو میلیارد او ۷۶ میلیون ډالره وو، په داسې حال کې چې د مرغومي میاشتې پر مهال یو میلیارد او ۹۷ میلیون ډالره واردات ثبت شوي وو. په مرغومي کې د وارداتو کچه د لیندۍ میاشتې په پرتله ۵۵.۷ میلیون ډالره زیاته شوې وه، چې لیندۍ کې یې کچه یو میلیارد او ۴۱.۵ میلیون ډالره وه.
افغانستان تر ټولو ډیر واردات له ایران، چین او پاکستان څخه کوي. نفتي مواد او روغنیات د وارداتو تر ټولو لوی برخه جوړوي، چې وروسته یې ماشین الات، ټرانسپورټي وسایط، غنم، او منسوجات په لویه کچه واردېږي.