
ګوترش د نړۍ په کچه د اسلام پر ضد تعصب د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه
انټونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، له اسلام څخه د وېرې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت، د نړۍ په کچه د مسلمانانو پر وړاندې د تبعیض او تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.
ګوټرش په یوه ویدیو پیغام کې، چې نن شنبه، د کب ۲۵مه (۱۵ د مارچ) په خپل ایکس پاڼه کې خپور کړي دي، ټینګار وکړ چې ډیر مسلمانان په داسې حال کې د رمضان مبارکه میاشتې لمانځي چې له سیستماتیک تبعیض او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ دي.
هغه یادونه وکړه چې د اسلام پر ضد تبعیض په بیلابیلو بڼو لکه د نژاد سپکاوي، د دولتونو تبعیض امیزه پالیسیو او د دیني ځایونو لکه جوماتونو پر وړاندې ښکاره بریدونو کې څرګندېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې پدیدې ژورو عواملو ته اشاره وکړه او د اسلام پر ضد تبعیض «د زغم نشتوالی او د مذهبي ډلو او د زیانمنونکو ټولنو پر وړاندې د بریدونو» یوه برخه وبلله.
هغه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د دې ننګونې سره د مقابلې لپاره ګډې هڅې وکړي او د برابری، بشري حقونو او انساني وقار پیاوړي کولو لپاره کار وکړي.
ګوټرش د نړۍ خلکو ته په خطاب وویل: «په دې نړیواله ورځ کې، راځئ چې متحد شو او د متقابل درناوي او سولهیزې همغږۍ اصولو دفاع وکړو.»
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلی په ۲۰۲۲ کال کې، د پاکستان په وړاندیز سره او د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) استازیتوب، د مارچ ۱۵مه د «اسلامهراسي ضد نړیوالې ورځې» په توګه وټاکله.
دغه اقدام په ۲۰۱۹ کال کې د نیوزیلند د تروریستي برید وروسته وشو، چې په ترڅ کې یې ۵۱ مسلمانان په دوو جوماتونو کې ووژل شول.