
د ویانا بهیر د پنځمې غونډې ګډونوالو په خپله وروستۍ اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د بحران په حل کې ورسره مرسته وکړي او د انتقالي حکومت د جوړولو لپاره یې ملاتړ وکړي.
دوی په دې اعلامیه کې چې نن د کب په لومړۍ نېټه (۱۹ د فبروري) خپره شوه، په ټینګار سره غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان لپاره د یوه نوي مسیر په جوړولو کې عملي او هدفمند تګلاره غوره کړي.
د غونډې ګډونوالو په دې باور دي چې د افغانستان خلکو او نړیواله ټولنه باید د هیواد د اوسني وضعیت پر اساس خپل تګلارې بیا کتنه وکړي او د موجوده کړکېچ د حل لپاره ګډه هڅه وکړي. دوی همدارنګه په خپله اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د ویانا بهیر پنځمې غونډې په پای کې د افغانستان راتلونکی پر سیاسي، اقتصادي او بشري حقونو باندې بحث شوی او د ویانا بهیر د لار نقشې پر بشپړولو کار شوی. دغه نقشه د افغانستان د راتلونکي پلانونو او هدفونو تشریح کوي. د غونډې ګډونوالو همدارنګه د افغانستان د سیاسي جوړښتونو د جوړولو لپاره یو ۱۹ کسیز کمیسیون جوړ کړی دی.
د غونډې ګډونوالو له نړیوالو بنسټونو، ګاونډیو هیوادونو او ولسواکو ملاتړو دولتونو څخه غوښتنه کړې چې د ویانا بهیر د لار نقشه ومني او د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره اقدامات وکړي.
د ویانا بهیر غونډې د اتریش د نړیوالو چارو د مطالعاتو موسسې په کوربتوب جوړېږي، چې په تېر کې یې د طالبانو د مخالفو ځواکونو پر اتحاد ټینګار کړی و.