افغانستان

د سالنګ لویه لار د شدید واورو اورښت او توپان له کبله تړلې ده

د سالنګ لویه لار د شدید واورو اورښت، توپان او د لید ساحې د کمیدو له امله تړلې شوې ده.

د طالبانو د عامه خدماتو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي چې دغه لویه لار د تېرې شپې ۱۱:۳۰ بجو (جمعه شپه، ۲۸ جدی) نه تر ټولو وسایطو لپاره تړلې شوې ده.

هغه په ایکس کې خپاره کړې پیغام کې ویلي چې د شرایطو د ښه کیدو سره، دا لار به په لومړي فرصت کې بیا پرانستل شي.

د سالنګ لویه لار د هېواد یوه حیاتي لاره ده چې د شمالي ولایتونو سره کابل وصل کوي. دا لاره په ژمي کې د واورو په وخت کې اکثره تړلې کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button