افغانستانراپورونهښځې او بشري حقونه

ملاله یوسفزي: طالبانو د افغان نجونو څخه د تعلیم حق اخیستی دی

ملاله یوسفزي، د تعلیم فعالې او نوبل سولې جایزې ګټونکې، وایي چې طالبانو د افغان نجونو څخه د تعلیم حق اخیستی دی.

میرمن یوسفزي چې نن یکشنبه د مرغومی ۲۳مه/ ۱۲ د جنوري په اسلام آباد کې د “مسلمانې نجونو تعلیم، فرصتونه او چلنجونه” کنفرانس په دویمه ورځ کې خبرې کولې، وویل: «افغانستان یوازینی هېواد دی چې په کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د تعلیم حق نه لري. د تیرو درې نیمو کلونو راهیسې، طالبانو د هرې افغانې نجلۍ څخه د زده کړې حق اخیستی دی.»

هغې په دې کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو رهبران او علماو څخه وغوښتل چې خپل غږ لوړ کړي او د اسلام رښتینی څهره وښیي.

یوسفزي په خپل خبرو کې د غزې د تعلیم وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې اسرائیل د غزې ټول تعلیمي سیسټم ویجاړ کړی دی. هغې د غزې تعلیمي وضعیت داسې توصیف کړ: «هغوی [اسرائیل] ټول پوهنتونونه بمباران کړي، د ښوونځیو نه تر ۹۰ فیصده یې ویجاړ کړي او بې هدفه یې د ښوونځیو په ودانیو کې پناه اخیستونکو غیر نظاميانو باندې بریدونه کړي دي.»

دا مشهورې تعلیمي فعالې زیاته کړه: «زه به د اسرائیلو لخوا د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو د سرغړونو پر ضد خپل اعتراض ته دوام ورکړم.»

روزا اوتانبایوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ، په دې غونډه کې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د بندیز دلایل څو اړخیزه وبلل او د نجونو د تعلیم حق تأمینول د ټولو سطحو خبرې اترو ته اړین وبلل.

په دې غونډه کې محمد بن عبدالکریم عیسی، د اسلامي همبستګۍ نړیوال سازمان سرمنشي، د طالبانو په اړه په ضمني ډول وویل: «موږ د ځینو خلکو د پریکړو رد کوو چې د اسلام په نوم د نجونو د تعلیم مخه نیسي.»

د “مسلمانې نجونو تعلیم، فرصتونه او چلنجونه” کنفرانس د اسلامي همبستګۍ نړیوال سازمان په ابتکار او د اسلامي کنفرانس سازمان په ملاتړ د پاکستان په کوربه توب د دوه ورځو لپاره جوړ شوی و.

په دې کنفرانس کې طالبان هم بلل شوي و، خو د پاکستان د معارف وزیر خالد مقبول ویلي چې، دې ډلې د ګډون نه انکار کړی دی. طالبان تراوسه د دې کنفرانس په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمری په ۲۴ نېټه/ د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه واک ته راستون شوي، په تدریجي ډول د شپږم ټولګي نه پورته، نجونې د تعلیم څخه منع کړې دي.

طالبان په خپله لومړۍ واکمنۍ (۱۳۷۵-۱۳۸۰/ ۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې هم ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم د حق څخه انکار کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button