
د خبریالانو نړیوال فدراسیون: ۲۰۲۴ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال و
د خبریالانو نړیوال فدراسیون(IFJ) وايي چې ۲۰۲۴ کال د ۱۲۲ خبریالانو د وژنې سره د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال و. دې سازمان په خپل کلني راپور کې چې پرون (سهشنبی، ۳۱ دسمبر) خپور شو، ویلي چې له دې شمېرې ۱۴ قضیې د ښځو خبریالانو وژنې پورې اړه لري.
د راپور له مخې، په منځني ختیځ او عربي نړۍ کې د اسرائیلو جګړې په نتیجه کې د تېر کال په جریان کې ۷۷ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې کې ۶۴ فلسطیني، ۶ لبناني او ۱ سوری خبریال شامل دي. د راپور په وینا، دغه شمېرې د نړۍ په کچه د خبریالانو د وژنو ۵۸ سلنه برخه جوړوي، چې دې ته په کتلو سره منځنی ختیځ د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک سیمه ګڼل کیږي.
د راپور په ترڅ کې ویل شوي چې په آسیا-پاسیفیک سیمه کې ۲۲ خبریالان، په افریقا کې ۱۰ خبریالان، په امریکا کې ۹ خبریالان او په اروپا کې ۴ خبریالان وژل شوي دي.
دا راپور د اسرائیلو-غزه جګړه د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی تاریخي پېښه بللې، چې په دې کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۴۷ فلسطیني خبریال وژل شوي دي.
دغه نهاد له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د خبریالانو د خونديتوب لپاره اضافي تدابیر ونیسي او د خبریالانو د خونديتوب لپاره د نړیوال کنوانسیون منظور کړي.