
د خبریالانو مرکز: د رسنیو د آزادۍ د سرغړونو پېښې د تیر کال په پرتله ۵۸ سلنه زیاتې شوي دي
د می دریمې (د نړیوالې مطبوعاتو د آزادۍ ورځې) په درشل کې، د افغانستان د ژورنالستانو مرکز (AFJC) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې فشارونه زیات شوي او د بیان د آزادۍ بېسارې کمښت او د خبریالانو د نیولو د زیاتوالي په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
د دې راپور له مخې چې نن (جمعه، ۱۲ د غویي/ د می ۲مه) خپور شوی، له می ۲۰۲۴ څخه تر اوسه پورې، لږ تر لږه ۲۱۵ د رسنیو د آزادۍ د سرغړونې پېښې ثبت شوي دي. دا شمېر د تېر کال په پرتله ۵۸ سلنه زیاتوالی ښيي. ثبت شوي موارد ۱۷۵ ګواښونه او ۴۰ د خبریالانو نیونې دي. دا مهال، ۱۰ خبریالان لا هم په زندان کې دي او له دې ډلې اووه تنه د اوو میاشتو څخه تر دریو کلونو پورې بند محکوم شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې تېر کال، د طالبانو حکومت ۷ نوې رسنیزې لارښوونې خپرې کړې دي، چې له مخکېنیو ۱۶ مقرراتو سره یو ځای، د رسنیو پر فعالیت پراخ محدودیتونه وضع کړي. د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرولو بندیز، له مهاجرو رسنیو سره د همکارۍ مخنیوی، د ژوندیو سیاسي او اقتصادي بحثونو د خپرولو بندیز، او په ځینو ولایتونو کې د ښځو لپاره ځانګړو رسنیو د فعالیت مخنیوی د دې محدودیتونو له جملې څخه دي.
دغه مرکز همداراز ویلي، چې پر ښځینه خبریالانو فشارونه زیات شوي، او په ځینو مواردو کې ښځې له کار کولو منع شوې یا له کور څخه د کار کولو ته اړ شوې دي. په ځانګړي ډول، په بدخشان ولایت کې د ښځو د رسنیو پر وړاندې بېساري فشارونه راغلي، او دوه ښځینه راډیوګانې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.
دا بنسټ له دې وضعیت څخه د رامنځته کېدونکو منفي پایلو په اړه اندېښنه لري او د محدودیتونو د لغوه کېدو او د بیان آزادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي د حق درناوي غوښتنه کړې ده.
په ورته حال کې، د مطبوعاتو آزادۍ په تازه نړیوال درجهبندي کې چې د «بې پولۍ ژورنالیستانو سازمان» لخوا خپره شوې، افغانستان د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۷۵م ځای کې راغلی دی.