افغانستانښځې او بشري حقونه

ملګرو ملتونو: د افغانستان له ۷۰ سلنه زیاتې ښځې له بشرپاله مرستو ته د لاسرسي له جدي خنډونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د افغانستان له ۷۰ سلنه زیاتې ښځې او نجونې له بشري مرستو څخه د ګټې اخیستنې پر مهال له پراخو ستونزو سره مخ دي.

دغه راپور چې پرون (یکشنبې، ۷ د غویي/ د اپریل ۲۷مه) خپور شوی، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له شل زرو زیاتو کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

راپور ټینګار کوي چې جنسیتي توپیر، د طالبانو محدودوونکي سیاستونه، او سیسټماټیکې ستونزې، په دغه هېواد کې بشري بحران لا پسې ژور کړی دی.

راپور وایي چې د طالبانو سخت قوانین لکه د محرم نارینه د ملګرتیا شرط، په غیر دولتي او نړیوالو ادارو کې د ښځو کار کول بندول، او له ابتدايي زده‌کړو پورته د نجونو د زده‌کړې مخنیوی، ښځې له اساسي خدماتو لکه روغتیا، تعلیم او تغذیې څخه بې برخې کړي دي. دا محدودیتونه همداراز د ټولنې د پرېکړو په بهیر کې د ښځو ونډه  نادیده نیسي او د دوی اړتیاوو ته رسېدنه مختله کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، یوازې ۴۳ سلنه زده‌کړې‌و ته د مناسبو نجونو عمر لرونکې نجونې ابتدايي ښوونځیو ته لاسرسی لري او تقریباً هېڅ یوه ۱۳ تر ۱۷ کلنه نجلۍ ته د زده‌کړې اجازه نه ورکول کېږي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کوي، چې له زده‌کړې محرومېدل د فقر د دورې دوام ته زمینه برابروي او د افغانستان ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته زیان رسوي.

راپور زیاتوي، هغه کورنۍ چې ښځې مشري کوي، له بې‌کوره‌توب، په ژمي کې د ګرم لباس له کموالي، او زیات اقتصادي فشار سره مخ دي.راپور ښيي چې دا کورنۍ ډېر ځله اړ کېږي د ورځې له یوې یا څو خوړو تېر شي، خپل ماشومان له مکتبه وباسي، یا خپلې لوڼې د کم عمر په ودونو واده کړي. د دغو کورنیو پورونه هم د نارینه‌وو لخوا سرپرست شوو کورنیو په پرتله ډېر دي.

راپور وايي چې د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونه، د ښځینه روغتیایي کارکوونکو کمښت، او مالي ستونزې د ښځو د روغتیايي خدماتو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی. دا وضعیت په ځانګړي ډول د میندو روغتیا، د زیږون کچه، او د ښځو رواني وضعیت اغېزمن کړی. حامله او شیدې ورکونکې ښځې هم له ناوړه تغذیې او ناکافي خوړو سره مخ دي.

راپور خبرداری ورکوي، چې افغان ښځې او نجونې د مدني حقونو له منځه تللو او له ټولنیزې ونډې د محرومۍ له امله، تر پخوا ډېر له جنسیتي تاوتریخوالي، جبري ودونو او بې‌ځایه کېدو سره مخ دي.

دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې طالبان د خپل واکمنۍ له بیا پیل راهیسې په تېرو څلورو کلونو کې پرښځو او نجونو بندیزونه لا زیات کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button