
له پاکستانه د افغان کډوالو ډلهییز ایستن؛ ملګرو ملتونو د بشري ناورین د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې، پاکستان د اپرېل له پیل راهیسې نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي. دا اقدام داسې مهال کېږي چې افغانستان د نړۍ له تر ټولو ستر بشري بحرانونو سره مخ دی، او تر ۲۲ میلیونه زیات وګړي یې بیړنیو پاله مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د UNHCR دفتر مشر، عرفات جمال چې په دې ورستیو کې د تورخم د بېرته ستنېدونکو مرکز لیدنه کړي دی، د بېرته ستنېدونکو وضعیت یې “ستړي، اندېښمن او له راتلونکې بې باوره” بللی دی. د هغه په وینا، زیانمنونکي ډلې، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ځکه چې د تعلیم، د ژوند فرصتونه او حتی د ازاد تګ راتګ لپاره یې لاسرسی سخت محدودېدای شي.
جمال ټینګار کړی چې UNHCR بېرته ستنېدونکو ته بیړنۍ مرستې ورکوي، چې پکې نغدې پیسې هم شاملې دي، ترڅو هغوی خپلې لومړنۍ اړتیاوې لکه خواړه او درمل برابر کړي. خو نوموړي خبرداری ورکړی چې د دې ادارې د بودجې کمښت، د عاجلو اړتیاوو پوره کول له ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړي د نړیوالې سمدستي مرستې غوښتنه وکړه، تر څو د بحران د لا پراخېدو مخه ونیول شي.
پاکستان مخکې ټولو هغو افغان کډوالو ته، چې قانوني اسناد نه لري، او حتی هغه کسان چې د افغان تابعیت کارتونه لری هم، تر مارچ پورې وخت ورکړی و چې دا هېواد په خپله خوښه پرېږدي. د دې مودې له پای ته رسېدو سره، د اپرېل له پیل راهیسې پاکستاني چارواکو د کډوالو جبري ایستل پیل کړي، او هره ورځ زرګونه کسان له پولو بېرته افغانستان ته استوي.