افغانستانچاپیریال

فائو: په هلمند کې د اوبو د کانال تر بیارغونې وروسته ۳۶ زره کسانو ته د اوبو خوندي لاسرسی برابر شوی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) اعلان کړی، چې په هلمند ولایت کې د اوبو د یوه کانال د بیارغونې له بشپړېدو وروسته ۳۶ زره کسان اوس د اوبو لګولو یو غوره او خوندي سیستم ته لاسرسی لري.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۲۳مه، ویلي چې دا پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ عملي شوې ده. د FAO د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د ۲.۵ کیلومتره په اوږدوالي د اوبو یو کانال بیارغول شوی، چې له لارې یې ۱۵ کلیو ته د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه رسول کېږي.

یاده بیارغونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغانستان له سختې وچکالۍ، د څښاک د پاکو اوبو له کمښت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو د اوبو له جدي ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې وچکالي په چټکۍ سره پراخېږي او د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

له بلې خوا، یونیسف هم په خپلو راپورونو کې ویلي، چې د میلیونونو افغانانو لپاره پاکو اوبو ته لاسرسی خورا محدود دی او د دې ادارې د معلوماتو له مخې، له هرو لسو افغانانو څخه اته تنه ککړې اوبه څښي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button