
افغانستان
ارزګان کې د ترافيکي پېښې له کبله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی
د ارزګان ولایت د طالبانو پولیس وایي، چې د دې ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
د ارزګان د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن (شنبه، د لیندۍ ۲۲مه) سهار مهال د چنارتو او خاص ارزګان ولسوالیو ترمنځ پر عمومي سړک رامنځته شوې ده.
امنیې قومندانۍ زیاتوي، چې پېښه د یو فیلډر موټر د چپه کېدو له امله شوې، چې په پایله کې یې یوه ښځه او یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور کسان، چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي او ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د سړکونو خراب وضعیت او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي وخت ناوخته د ورته ترافيکي پېښو لامل ګرځي.

