افغانستانمهاجرت

د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا د کډوالۍ پر سیاستونو اندېښنه څرګنده کړه

د بښنې نړۍوال سازمان د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل تازه راپور کې د افغان کډوالو پر وړاندې د امریکا د کډوالۍ سیاستونو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، افغان کډوال باید د سیاسي پرېکړو قرباني نه‌شي.

په راپور کې د افغانستان د چارو د څېړونکې میترا مهران له قوله ویل شوي، چې د امریکا وروستي اقدامات، لکه د پناه‌غوښتنې د غوښتنلیکونو ځنډول او پر کډوالو پراخ محدودیتونه، د «ډله‌ییزې سزا ورکونې» بڼه لري او د عادلانه محاکمې له اصولو سره په ټکر کې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان له امریکا غوښتي، چې د کډوالۍ سیاستونه داسې طرحه کړي، چې له یوې خوا ملي امنیت خوندي وساتل شي او له بلې خوا د بشري حقونو او عادلانه محاکمې بنسټیز اصول هم په کې رعایت شي.

ورته مهال، د امریکا د کانګرس ۶۱ غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په یوه لیک کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقداماتو پر وړاندې اعتراض کړی دی. یادو استازو ویلي، چې د ټرمپ حکومت د ملي ګارد پر سرتېرو د یوه افغان د برید له پېښې «ناوړه ګټه» اخیستې او په ډله‌ییز ډول یې افغان کډوال مجازات کړي دي.

دوی د افغان پناه‌غوښتونکو نه‌منل او په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو پوځي همکارانو ته د پناه نه‌ورکول «نه جبرانېدونکې تېروتنې» بللې دي او خبرداری یې ورکړی، چې دغه ډول اقدامات امریکا د یوه بې‌باوره هېواد په توګه معرفي کوي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button