
د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، تالندې برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
دغه ریاست د غويي په ۳۱مه، پنجشنبه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جمعې ورځې لپاره په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست او میدان وردګو ولایتونو کې د بارانونو اټکل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ مليمترو پورې اټکل شوې ده.
هوا پېژندنې ریاست همداراز خبرداری ورکړی چې په مرکزي، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د شدیدو بادونو احتمال هم شته. د معلوماتو له مخې، په دغو سیمو کې د بادونو چټکتیا له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو په ساعت پورې رسېدلی شي.
چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو او سختو هوايي حالاتو پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي.

