ادبي او کلتوريافغانستان

ملګري ملتونه: چټک ښاري پراخوالی او اقلیمي بدلون د افغانستان کلتوري میراث ګواښي

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) وایي، چې د ښارونو چټک او بې‌پلانې پراخوالی او همدارنګه اقلیمي بدلون د افغانستان بډایه کلتوري میراث له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

دې پروګرام نن (شنبه، د لیندۍ ۲۲مه) په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې لیکلي، چې د تاریخي ځایونو، لرغونو ودانیو او ماڼیو ساتنه د ښارونو د هویت، تاریخ او ویاړ د خوندي کولو لپاره بنسټیز ارزښت لري.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام په وروستیو میاشتو کې په وار وار د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د چټک ښاري پراخوالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د پلان پرته د ښاري سیمو پراختیا یو جدي بحران بلل کېږي.

د دغه پروګرام په وینا، د افغانستان ښارونه لا له وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د نفوس زیاتوالی، د بنسټیزو خدمتونو کمښت او د اقلیم بدلون دا ستونزې لا پسې ژورې کړې دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان تر ټولو لوی ښار کابل د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی. کارپوهان خبرداری ورکوي، که دا وضعیت دوام وکړي، کابل ښایي په راتلونکو پنځو کلونو کې د اوبو پرته ښار شي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button