افغانستانښځې او بشري حقونه

د طالبانو مشر د دولتي ښځینه کارمندانو لپاره پنځه زره افغانۍ معاش ټاکلی دی

د طالبانو مشر، هیبت‌الله آخوندزاده په یوه امر کې د هغو ښځینه دولتي کارمندانو لپاره چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې کور ناستې شوې دي، پنځه زره افغانۍ معاش ټاکلی دی.

د طالبانو د مشر دا امر، چې یوه نسخه یې رسنیو ته رسېدلې ده، په یوه لیک کې د طالبانو د ادارې چارو لخوا نورو ادارو ته ابلاغ شوی دی.

په دې لیک کې راغلي دي چې د ټولو دولتي ادارو ښځینه کارمندانو معاش، چې د پخواني حکومت لخوا استخدام شوې وې او د اوسني حکومت څخه معاش اخلي، پنځه زره افغانۍ وټاکل شي.

په ماليي وزارت کې یوې سرچینې د دې امر د صحت پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا امر هغو ښځینه کارمندانو ته شاملیږي چې کور ناستې شوې دي. سرچینې زیاته کړې ده چې هغو ښځینه کارمندانو ته چې لا هم کار کوي، بشپړ معاش ورکول کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button