
افغانستان
په ننګرهار کې د کښتۍ د چپه کېدو له امله شل کسان ډوب شول
په ننګرهار کې د یو جنراتوري کښتۍ د ډوبیدو له امله ۲۰ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
په ننګرهار کې د اطلاعات او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر، صدیقالله قریشي، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا پېښه نن سهار (شنبه د غبرګولي ۱۲مه/ د جون ۱ ) د مهمنددرې ولسوالۍ د باسول په سیمه کې شوې ده.
د دې طالب چارواکي په وینا، کله چې ۲۵ کسان غوښتل له کښتۍ څخه د کنړ سیند څخه واوړي، د کښتۍ تخنیکي عیب پیدا شو چې په نتیجه کې یې په سیند کې ډوبه شوه چې له امله یې ۲۰ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او یوازې ۵ کسان ژغورل شوي دي.
تر اوسه د دې کښتۍ د ۸ مسافرو مړي له سیند څخه موندل شوي او د سیمې خلک د نورو قربانیانو د جسدونو په موندلو کې هڅه کوي.