
د طالبانو لخوا د بامیانو د شل زره ټنه جست استخراج او پلورل
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د بامیانو د یکاولنګ له کانونو څخه شل زره ټنه جست استخراج او پلورل شوی دی. د دې وزارت په وینا، دا اندازه جست نږدې اته میلیونه ډالرو په ارزښت یوې کورنۍ کمپنۍ ته پلورل شوې ده.
شهابالدین دلاور، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، په افغانستان کې له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په داوطلبۍ کې د ۳۱ شرکتونو له منځه یوه شرکت د لوړ نرخ په وړاندې کولو سره بریالۍ شوې ده.
دلاور ویلي چې د جست پلورل به د طالبانو د نظام د پیاوړتیا او د افغانستان د ځان بسیاینې لامل شي.
د بریالۍ کمپنۍ مسوول هم په خبرو کې ویلي چې دوی به دا جست لومړی ایران ته ولېږدوي او له پروسس وروسته به یې اروپايي هیوادونو ته وپلوري.
له بلې خوا، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان، خبر ورکړی چې په غور، بامیان او کندهار ولایتونو کې یې له یو شمېر کورنیو شرکتونو سره تړونونه هم کړي دي.
د افغانستان د کانونو چور او په داخل کې یې د پروسس نشتوالی او په ارزانه بیه صادرات هغه تلپاتې ستونزې دي چې په هېڅ حکومت کې ورته رسېدنه نه ده شوې.