نړۍ

یوه محکمه په نیویارک کې ډونالډ ټرمپ مجرم وپېژاند

ډونالډ ټرمپ، د امریکا پخوانی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند په ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې، په ۳۴ مواردو کې د محرم اسنادو غیر قانوني ساتنې او د پورن فلمونو یوې لوبغاړې ته د پیسو ورکولو په اړه په نیویارک منهتن محکمه کې مجرم وپېژندل شو.

د ۱۲ کسانو قضایي هیئت له دوه ورځو مشورو وروسته پخوانی ولسمشر په ټولو ۳۴ مواردو تورونو کې ګناهکار وپېژانده.

بی.بي.سي راپور ورکوي چې ټرمپ د محکمه څخه د وتلو په وخت کې خبریالانو ته ویلي: «دا شرم دی. دا محاکمه یوه درغلي وه». هغه زیاته کړه چې «تر پایه به جګړه کوي» او «ډیر وخت پاتې دی تر څو دا پای ته ورسیږي».

ټرمپ بیا له دې پرته چې خبریالانو ته ځواب ورکړي، سیمه پرېښوده.

د بی.بي.سي راپور په حواله، د قضایي هیئت له نظر ورکولو سره اوس قاضي خوان مرچان د سزا اورولو نیټه ټاکي.

قاضي به د حکم په صادرولو کې څو فکتورونه په نظر کې ونیسي، د ټرمپ عمر (۷۷ کاله)، د کیفري سابقې نشتوالی او احتمالاً د محکمه د منع کولو احکامو ماتونه.

د محکمه حکم کېدای شي جریمه، تعلیقي حکم، څارنه، یا شاید حتی بند وي.

دا یادونه باید وشي چې دا لومړی ځل په تاریخ کې دی چې یو پخوانی ولسمشر په امریکا کې د کیفري جرمونو په اړه مجرم پېژندل کیږي. له دې امله دا محاکمه تاریخي بلل شوې او د رسنیو او نړۍوالو افکارو ځانګړې پاملرنه یې ځانته جلب کړې ده.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button