افغانستان

یو پخوانی نظامي په بغلان ولایت کې وژل شوی دی

په پلخمري ښار کې د بغلان ولايت د مرکز څخه ځینو خلکو رسنیو ته ویلي دي چې یو پخوانی نظامي پرون شنبه د غبرګولی ۵مه/ د می ۲۵مه د موټر سایکل سپرو وسله والو لخوا په نښه او وژل شوی دی.

سرچینې وایي چې “هیئت محمد” پرون سهار د سهارني سپورټ پر مهال د دوه موټر سایکل سپرو کسانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

ځینې رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې موټر سایکل سپاره د طالبانو کسان وو او وروسته له دې چې هیئت محمد یې وواژه، له سیمې لرې شول او وروسته له څه وخت بیرته راغلل او د هغه جسد یې بیا په ډزو وویشت.

د بغلان په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو مقاماتو تر اوسه د دې پېښې په اړه، د علت او عواملو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ویل کیږي چې له جمهوریت نظام د پای ته رسېدو راهیسې د نامعلومو کسانو له لوري مرموز قتلونه زیات شوي او اکثره یې عاملین نه دي نیول شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button