افغانستان

پکتيا کې پر «ډيورنډ کرښه» د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو په نښته کې د ښوونځي څلور زده کوونکي وژل شوي

 

د اطلاعات روز د راپور له مخې د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې «ډيورنډ کرښې» ته څېرمه د پاکستاني پوځ او طالبانو تر منځ پرون (جمعه، ۲۸ د غوايي/ ۱۷ دمی) هم نښته روانه وه چې د کرښې له هغې غاړې د پاکستان له خوا توغول شوې مرمۍ د ملکي خلکو په کورونو لګېدلې او د ځاني زيان سربېره يې مالي تاوانونه هم اړولي دي.

 

په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي چې د تېرې شپې نښتې له امله د ښوونځي څلور ځوان زده کوونکي وژل شوي او پر کورونو د لګېدلو مرميو له وجې خلکو ته مالي زيان هم رسېدلی دی.

 

سرچينه کاږي چې د پاکستان لوري توغول شوې ړندې مرمۍ د پټان ولسوالۍ په «څپرې» بازار او «ستيا» کليو لګېدلې دي.

 

په دې ولايت کې ځينو نورو سرچينو بيا د دوو ښځو او يوه ماشوم د ټپي کیدو يادونه هم کړې ده.

 

په روانه نښته کې پاکستاني پوځيانو او طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

 

طالبانو په ټولنيزو رسنيو کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کیدو تاييد کړی خو دې ډلې په دې اړه رسما څه نه دې ويلي.

 

د يو بل خبر له مخې دغه جګړه د پکتيا له ځاځي اريوب او ډنډ پټان وروسته د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالۍ ته هم غځېدلې او تېره شپه د دواړو غاړو د پوله ساتونکو وسله والو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو نښته شوې ده خو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button