
ارزګان کې ماین چاودنې دوو ماین پاکانو ته مرګ ژوبله اړولې
ارزګان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ماین پاکۍ موسېسې پر کارکوونکو د تېرو وختونو خښ شوی ماین چاودلی چې پر مهال یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې پیښه نن (سېشنبه، ۲۵ د غویي) سهار د ترینګوټ اړوند «خرما» نومې سیمه کې رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د «هیلو ټرس» موسېسې کارکوونکي د تېرو جګړو څخه د پاتې ماینونو په موندلو او راویستلو بوخت وو، چې په دې ترڅ کې یو ماین چاودنه کړی او پر مهال یې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ارزګانی وایي، په دغه چاودنه کې ژوبل کس ولایتي روغتون ته انتقال شوی، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
د ارزګان په ګڼو سيمو کې لاهم د تېرو جګړو پر مهال ښخ کړل شوي ماينونه پاتې دي چې وخت ناوخت د عامو خلکو ژوند اخلي.
سرچینه:اطلاعات روز