افغانستان

دایکنډي کې یو سړی د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوی

په دایکنډي کې د سنګ‌تخت او بندر ولسوالۍ ځايي سرچینو تحول ته ویلي، چې د «رضا» په نوم یو سړی د ناپېژاندو وسله‌والو  له‌خوا وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دغه پېښه د یکشنبې شپې شاوخوا ۹ بجې، د غويي په ۳۰مه (د مې ۲۰مه)، د جوزي کلي کې رامنځته شوې ده. ویل کېږي چې بریدګرو نوموړی له کوره دباندې په ډزو ویشتلی، چې وروسته یې د کور دننه ساه ورکړې ده.

د ځايي معلوماتو له مخې، بریدګرو تر برید وړاندې مقتول ته ټیلیفوني اړیکه نیولې او په دې پلمه چې غږ یې سم نه اوري، هغه یې اړ کړی څو خپل ځای بدل کړي. سرچینې وایي، کله چې نوموړی د کړکۍ مخې ته او د بریدګرو د لید ساحې ته راغلی، پرې ډزې شوې او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

سرچینې زیاتوي، وژل شوی کس د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لومړیو کلونو کې د دغې ډلې غړی و، خو په وروستیو کلونو کې په کور ناستی و او په کرنه او مالدارۍ بوخت و.

د راپور تر چمتو کېدو پورې د دې پېښې د عاملانو د نیولو په اړه څه نه دي ویل شوي او طالب چارواکو هم تر اوسه په دې تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ناپېژاندو کسانو له‌خوا د وژنو راپورونه خپرېږي، په داسې حال کې چې طالبان په ټول هېواد کې د بشپړ امنیت ادعا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button