
په افغانستان کې د قالین په صنعت کې د ښځو پراخ فعالیت؛ یوناما: ښځې لږ مزد ترلاسه کوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې سره له دې چې د افغانستان په قالین صنعت کې شاوخوا ۹۰٪ چرخکارانې او اوبدونکې ښځې دي، هغوی لا هم په ټیټه برخه کې کار کوي او د خپلې هڅې په نسبت لږ معاش ترلاسه کوي.
یوناما نن سهشنبه (د مرغومي ۲۶مه/۱۶د جنوري ) په خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر (UN Women) د قالین صنعت له بېلابېلو شریکانو، په ځانګړي ډول د سیمهییزو سوداګریزو شریکانو سره په ګډه یو ځانګړی ورکشاپ جوړ کړ. د دې ورکشاپ موخه د افغان ښځو د اقتصادي فرصتونو پراخول دي ترڅو هغوی وکولای شي په ټولو پړاوونو کې د قالین د تولید برخه واخلي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد ورکشاپ د ازبکستان د «آیریتوم» په ازاده سیمه کې ترسره شو، چې د افغانستان د بلخ ولایت له پولو سره نږدې موقعیت لري. بلخ هغه ولایت دی چې د هېواد د قالین د تولید نږدې ۷۰ سلنه برخه پکې کېږي.
سوسن فرګوسن، د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ځانګړې استازې په دې ورکشاپ کې ټینګار وکړ چې د ښځو ملاتړ باید یوازې د اوبدلو پورې محدود نه وي، بلکې د پشم تولید، ریسندګي، اوبدل، بشپړول او د سوداګرۍ پراختیا ټول پړاوونه باید شامل وي.
فرګوسن ویلي: «د افغانستان د قالین صنعت د ښځو د سخت کار، مهارت او زغم له برکته لا هم ژوندی پاتې دی او دوام کوي.»
ملګرو ملتونو همدا راز ژمنه وکړه چې د ښځو د رهبریت ملاتړ به پیاوړی کړي او ډاډ به ترلاسه کړي چې ښځې د هغه فرهنګي او اقتصادي ارزښت څخه چې دوی یې جوړوي، عادلانه ګټه ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې د قالین صنعت د افغانستان یو له مهمو تولیدي او صادراتي برخو څخه دی او ښځې یې د دې دودیز صنعت اصلي ستنې بلل کېږي.


