
مطیع الله ویسا د قطر امیر له لوري د فساد ضد نړیوالې جایزې ګټونکی شو
د نجونو د تعلیم مخکښ افغان فعال او د «قلم لارې» ټولنې بنسټ ایښودونکی مطیع الله ویسا، د شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د نړیوال فساد ضد عالي جایزې په نهم پړاو کې د «ځوانانو نوښت او ګډون» کټګورۍ جایزه ترلاسه کړه.
دا مراسم پرون یکشنبه (د لیندۍ ۲۳مه ) په دوحه کې ترسره شول چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني پکې ګډون کړی و او جایزې یې ګټونکو ته ورکړې.
د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) چې دا جایزه یې په مرسته تنظیم کړې، پر خپلې ایکس پاڼې د ویسا انځورونه خپاره کړي چې په کې ښکاري د قطر امیر له لاسه جایزه اخلي.
دا جایزه د فساد پر وړاندې د مبارزې مخکښو کسانو ته ورکول کېږي او سږ کال ویسا د خپلو بې ساریو هڅو له امله، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې یې د نجونو او هلکانو د تعلیم لپاره کړې، وړ ګڼل شوی دی.
مطیع الله ویسا په ۱۴۰۲ کال د حمل (وري) میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی و او شاوخوا اوه میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې وې. طالبانو هغه پر «دولت ضد فعالیتونو» تورن کړی و، خو د هغه کورنۍ دا تورونه رد کړي وو.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي، خو ویسا په دې سختو شرایطو کې هم د نجونو د تعلیم لپاره خپله مبارزه نه ده پرېښې.

